سلګونه کسانو نن کابل کې د پاکستان پر ضد مظاهره وکړه

په کابل کې مظاهره

سلګونه کسانو نن د کابل په لږ تر لږه دوو سیمو کې د پاکستان پر ضد مظاهره وکړه.

په کابل کې نن سلګونه معترضان د پاکستان د سفارت مخې ته راټول شوي وو او د ازادۍ شعارونه یې ورکول.

د ازادي راډیو د خبریال د راپور له مخې طالبانو د دې کسانو د خورولو لپاره هوايي ډزې وکړې.

په دې ترڅ کې د چا د ټپي کېدو راپور نه دی ورکړل شوی.

په دشت برچي کې هم نن لسګونه ښځو د خپلو حقونو لپاره مظاهره وکړه.

د پاکستان او طالبانو پرضد دا مظاهرې وروسته له هغه کېږي چې د طالبانو د مخالفې مقاومت جبهې مشر احمدمسعود افغانان د طالبانو پر ضد عمومي قیام ته راوبلل.

په دې لړ کې په بهر کې دېره افغانانو هم مظاهرې وکړې.

د ازادي راډیو د فردا څانګې د راپور له مخې په تهران کې نن د افغانستان د سفارت مخې ته لسګونه کسانو د طالبانو او پاکستان پرضد شعارونه ورکړل.

ورته مظاهرې پرون د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي سي او سانفرانسسکو ښار کې هم وشوې.