د طالبانو د مخالفې جبهې مشر احمد مسعود وايي، د طالبانو پر ضد مبارزې ته به دوام ورکړي.
احمد مسعود په یوه غږیز پیغام کې چې پر خپله فېسبوک پاڼهیې له نامعلوم ځایه خپور کړی ویلي دي چې د ده تر مشرۍ لاندې د ملي مقاومت جبهه به هم د جګړې او هم په سیاسي ډګر کې له مبارزو سره ملګرې وي.
ښاغلی مسعود زیاتوي: "موږ له خپلو هېوادوالو سره که د هندوکش، پنجشېر او اندراب په جغرافیه کې د مقاومت په لیکو کې حاضر دي او کهیې زموږ د باعزته خویندو په څېر په هرات او کابل کې د عدالت غوښتنې غږ اوچت کړی، له تاسو سره یو."
ښاغلي مسعود دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې طالبانو پر پنجشېر د بېګانیو حملو په دوام د دې ولایت د سقوط ادعا وکړه. په بېګانۍ جګړه کې د ښاغلي مسعود د ویاند فهیم دشتي د مړینې خبر هم ورکړل شو.
احمد مسعود وویل چې دی به ډېر ژر د خپلې جبهې لپاره نوی ویاند وټاکي.
د مقاومت جبهې سرچینو د طالبانو ادعا رد کړې او وایي طالبانو پنجشېر په بشپړ ډول نهدی نیولی.
دوی وايي وسلهوال یې لاهم مقاومت کوي، خو پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو وېډیوګانو کې طالب وسلهوال د پنجشېر مرکز بازارک کې د ولایت د ودانۍ مخې ته لیدل کېږي.