ایران پر پنجشېر د طالبانو د تېرې شپې حملې په کلکه وغندلې

پنجشېر کې د طالبانو او مقاومت جبهې جګړه

ایران پر پنجشېر د طالبانو د تېرې شپې حملې په کلکه غندلي او وايي، له دې ولایت څخه رارسېدلي خبرونه د اندېښنې وړ دي.

د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده نن په تهران کې په یوه خبري غونډه کې په پنجشېر کې د طالبانو او د مخالفې مقاومت جبهې جګړو ته اشاره وکړه او ویې‌ویل چې د افغانستان د رهبرانو وژنه د خواشینۍ وړ ده.

هغه په افغانستان کې د بهرنیو لاسوهنو په اړه د څېړنې غوښتنه وکړه.

خطیب‌زاده د کوم ځانګړي هېواد نوم یاد نه‌کړ، خو د احمد مسعود په مشرۍ جبهې ادعا کړې چې په پرونیو جګړو کې د پاکستان بې‌پیلوټه الوتکو برخه درلوده.

ښاغلي مسعود همداراز ویلي و چې د دوی د وسله‌والو له‌خوا په نیول شویو کسانو کې پاکستاني وګړي هم شامل دي، خو خپلواکو سرچینو تر دې دمه دا ادعا نه‌ده تأیید کړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، د ایران له نظره په افغانستان کې هر ډول بهرنۍ لاسوهنه د غندنې وړ ده او ټینګار یې وکړ چې طالبان باید ژر تر ژره یو ټول‌شموله حکومت جوړ کړي.