صرافان: د بانکونو له‌خوا د محدودو پیسو ورکړې له ستونزو سره مخ کړي یو

شهزاده سرای

په کابل کې د اسعارو د لوی مارکېټ شهزاده سرای په پرانیستل کېدو سره صرافان د بانکونو له‌خوا د پیسو له محدودیت سره مخ دي.

د دغه مارکېټ مرستیال حاجي دادګل نن دوشنبه (د وږې په ۱۵مه) ازادي راډیو ته وویل، بانکونو صرافانو ته په اوونۍ کې د ۵ سلنه ډالرو او ۲۰ سلنه افغانیو د ورکړې ژمنه کړې چې دا د صرافانو ستونزې نه‌هواروي.

نوموړي وویل که څه هم سرای شهزاده بېرته په نورمال ډول خپل کارونه پیل کړي، خو د بانکونو په اجراأتو کې خنډونه او ټکني حالت اکثره صرافان له ستونزو سره مخ کړي.

تر دې وړاندې عامو خلکو هم د افغانستان بانک له هغې پرېکړې انتقاد کړی چې ویلي انفرادي اکونټ لرونکو ته په اوونۍ کې ۲۰۰ ډالر ورکوي.

دوی وایي، دغه اندازه پیسې د دوی ستونزې نه‌هواروي.

په کابل کې د شهزاده سرای فعاليت له څو اوونیو ځنډ وروسته د شنبې په ورځ بېرته پيل شو.

شهزاده سرای او ورسره نور ټول بانکي خدمات له تېرو درې اوونيو راهيسې هغه مهال چې طالبانو کابل ونيوه په ټپه درېدلي و چې له امله‌یې خلکو ته ګڼې اقتصادي ستونزې پیدا شوې وې.