طالبان: پنجشېر ولایت په بشپړه توګه زموږ کنټرول لاندې راغی

ارشیف، پنجشېر ته نږدې ګلبهار سیمه کې یو شمېر وسله‌وال طالبان

طالبان وایي، پنجشېر ولایت‌یې په بشپړه توګه تر خپل کنټرول لاندې راووست. هغه ولایت چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د مقاومت د ملي جبهې په نوم ډلې په کنټرول کې و.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوه بیان کې وویل چې په دې بري سره افغانستان په بشپړ ډول له جنګ جګړو څخه راووت.

ښاغلي مجاهد په دغه بیان کې د پنجشېر ولس ته ډاډ ورکړی چې په هېڅ ډول به ورسره توپیري چلند نه‌کېږي او په ګډه به د یوه هېواد او یوه هدف لپاره سره خدمت کوي.

خو د مقاومت د ملي جبهې یوه ویاند علي میثم نظري د طالبانو دغه ادعا رد کړې او بي‌بي‌سي ته‌یې ویلي چې طالبانو پنجشېر په بشپړ ډول نه‌دی نیولی.

ډېره ګرانه ده چې په خپلواکه توګه د جګړې د دواړو لورو ادعاوې تأیید شي ځکه پر پنجشېر ټولې مواصلاتي لارې او مخابراتي شبکې طالبانو بندې کړې دي.