په غور کې د ښځینه پولیسې وژل کېدو غبرګونونه راپارولي

ارشیف

په غور کې د یوې پخوانۍ ښځینه پولیسې وژل کېدو غبرګونونه راپارولي دي او له وژل کېدو وروسته صحنه‌یې ټولنیزو رسنیو کې ښکته پورته کېږي.

دا مېرمن چې کورنۍ یې ویلي، اومېندواره هم وه، وړمه شپه په غور کې د نامعلومه کسانو له‌خوا په ډزو وژل شوې ده.

د نګار په نوم د وژل شوې پخوانۍ پولیسې د کاکا زوی پیر محمد ازادي راډیو ته ویلي چې درې کسانو دا مېرمن له پولیسو سره د همکارۍ په تور په ډزو ووژله.

د غور لپاره د طالبانو د پوځي کمېسیون مسؤل نېک محمد حذیفه ازادي راډیو ته ویلي، دوی په دې تړاو دوه تنه نیولي او پلټنې یې ترې پیل کړې دي.

تر اوسه معلومه نه‌ده چې د پېښې تر شا د چا لاس دی، خو ځینو خبري اژانسونو د خپلو سرچینو په حواله طالبان د پېښې احتمالي عاملین بللي دي.