ملګرو ملتونو له افغانستان سره د همکاریو او مرستو د دوام ډاډ ورکړ

د بشر حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي له طالب چارواکو سره لیدلي

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي افغانستان ته د همکاریو او مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.

مارتڼ ګرفتس او ورسره مل پلاوي یې دا ډاډ پرون کابل کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر ته د لیدو کتو پر مهال ورکړی دی.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم پر ټویټر لیکلي، دواړو لورو پرون د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کې سره کتلي دي.

د نعیم په وینا، د ملګرو ملتونو دغه استازي ویلي، د مرستندویه هېوادونو په راتلونکې ناسته کې به افغانستان ته د لازیاتو مرستو د جلبولو هڅه وکړي.