د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر افغانستان ته راغلی

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مشر پیټر مورېر

د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر د یوه درې ورځني سفر په مخه افغانستان ته رسېدلی دی.

پیټر مورېر به د دې سفر په ترڅ کې د روغتیایي ادارو، له جګړو او ناروغیو د زیانمنو شویو د لاسنیوي له مرکزونو لېدنه وکړي او هم به له خپلو همکارانو سره وګوري.

پیټر افغانستان ته له رسېدو مخکې ویلي: "زه به د سره صلیب فعالیتونه وڅارم او هم به له افغانانو سره خبرې وکړم چې د هغوی لنډمهالي، متوسط او اوږدمهاله غوښتنې څه دي. له چارواکو سره به هم غږېږم څو دا یقیني شي چې دوه اړخیز، بې‌پرې او خپلواک بشري عمل به زموږ د کار اساس جوړوي او کار به مو پراخېږي."

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي افغانان له ۴۰ کلنو جګړو سخت کړېدلي او اوس بیا جوړېدو ته کلونه کار غواړي.

دې مرستندویه کمېټې ډاډ ښودلی چې د افغانستان په بیا جوړېدنه کې به ونډه اخلي او مرسته به کوي.