له افغانستان سره په دوامداره مرستو د سره صلیب کمېټې ټینګار

افغانستان کې د سره صلیب د مرستو لړۍ

د سره صلیب کمېټې له افغانستان سره په دوامداره مرستو باندې ټینګار کړی دی.

د دې کمېټې رئیس پیټر ماورېر نن په یوه وېډیويي پیغام کې ویلي چې افغانستان ته ځي او له خلکو سره خبرې کوي چې څه اړتیاوې لري.

ښاغلی ماورېر زیاتوي: " زه به نن افغانستان ته ورسېږم چېرته چې ۴۰ کلونو جګړو ډېر کړاوونه او بدبختۍ راوستې دي. زه به د سره صلیب فعالیتونه وڅارم او هم به له افغانانو سره به خبرې وکړم چې د هغوی لنډمهالي، متوسط او اوږدمهالې غوښتنې څه دي. له چارواکو سره به هم غږېږم څو دا یقیني شي چې دوه اړخیز، بې‌پرې او خپلواک بشري عمل به زموږ د کار اساس جوړوي او کار به مو پراخېږي."

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي افغانان له ۴۰ کلنو جګړو سخت کړېدلي او اوس بیا جوړېدو ته کلونه کار غواړي.

دې مرستندویه کمېټې ډاډ ښودلی چې د افغانستان په بیا جوړېدنه کې به ونډه اخلي او مرسته به کوي.