طالب مشران: خپل هغه وسله‌وال نیسو او سزا ورکوو چې هوایي ډزې کوي

یو شمېر وسله‌وال طالبان

د طالبانو مشرتابه ویلي خپل هغه وسله‌وال به ونیسي او سزا به ورکړي چې هوايي ډزې کوي.

د دې ډلې د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم نن یکشنبه (د وږې په ۱۴مه) یوه اعلامیه خپره کړې چې په‌کې ټینګار شوی چې په ټولو ولایتونو کې د طالبانو پوځي چارواکي او والیان مؤظف دي هر هغه څوک ونیسي او له ښارونو یې وباسي چې هوايي ډزې کوي.

طالبانو دا پرېکړه وروسته له هغه کړې چې دوه شپې وړاندې په کابل، ننګرهار او ځینو نورو ښارونو کې د پنجشېر د سقوط په تړاو د ناسمو راپورونو له خپرېدو وروسته د طالبانو وسله‌والو د ښادۍ هوايي ډزې وکړې.

په دغو ډزو کې د راپورونو له مخې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د طالبانو په نننۍ اعلامیه کې هم منل شوې چې د دوی د وسله‌والو له‌خوا په ډزو کې یو شمېر خلکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو پوځي کمېسیون یو وار بیا په خپلو مسؤلینو ټینګار کړی چې د هوايي ډزو ترسره کوونکي وپېژني او د سزا ورکولو لپاره‌یې عاجل اقدامات وکړي.