د کارګرانو ټولنه: افغانستان کې د بې‌کارۍکچه په بې‌ساري توګه لوړه شوې

ارشیف، د کار په لټه کې یو شمېر افغانان

په افغانستان کې د بې‌کارۍ کچه په بې‌مخینې توګه لوړه شوې ده.

د کارګرانو د ټولنې رئیس معروف قادري په هېواد کې د وزګارتیا د زیاتېدو خبره کوي او زیاتوي چې دمګړۍ په افغانستان کې ملیونونه تنه بې‌کاره دي.

د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي وایي چې له څو اوونیو راهیسې پر وزګارتیا سربېره د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوې دي.

دوی خبرداری ورکوي که چېرې وضعیت په همدې ډول دوام وکړي، هېواد به له سخت اقتصادي کړکېچ سره مخ شي.