د ایټالیا بهرنیو چارو وزیر: ښایي د طالبانو حکومت په رسمیت ونه‌پېژنو

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر لویګې دي مایو

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر وايي، ښايي هغه حکومت په رسمیت ونه‌پېژني چې طالبان‌یې په افغانستان کې جوړوي.

لویګې دي مایو پرون په قطر کې یوې غونډې ته د وېډیو کنفرانس له لارې وویل، په‌کار ده چې په افغانستان کې یو ټول‌شموله حکومت جوړ شي او باید په دې هېواد کې ترهګر پرې نه‌ښودل شي چې ازاد فعالیت وکړي.

ده په افغانستان کې د ایټالیا د سفارت په اړه هم وویل چې ممکن سفارت‌یې د افغانستان لپاره خپل فعالیت له قطره پیل کړي.