د اترېش صدراعظم: له افغانستانه د کډوالو هرې څپې ته باید ځواب وویل شي

د اتریش او صربیا صدراعظمان

د اترېش صدراعظم سبستیان کورز وایي، له افغانستانه د کډوالو هرې څپې ته باید د دې هېواد په ګاونډیو هېوادونو کې ځواب وویل شي.

ښاغلي کورز چې پرون شنبه‌یې د صربیا په پلازمېنه بلګراد کې څرګندونې کولې وویل، د کډوالو یوه احمتالي څپه باید پر اروپا راماته نه‌شي.

هغه زیاته کړه، د همدې لپاره د سیمې له هېوادونو سره په تماس کې دی.

کورز دغه څرګندونې د صربیا له ولسمشر الکساندر وچیچ سره تر کتنې وروسته وکړې.

په صربیا او د سیمې په نورو هېوادونو کې چې لوېدیځې اروپا ته د بالکان د کډوالۍ یوه مهمه لاره بلل کېږي، د منځني ختیځ، افریقا او اسیا په زرګونه کډوال بند پاتې دي.

د اترېش صدراعظم چې د کډوالۍ په مسئله کې یې سخت دریځ غوره کړی، له دې مخکې ویلي و چې هېواد به‌یې له افغانستانه هېڅ یو کډوال ونه‌مني ځکه د ده په وینا د ۲۰۱۵ کال راهیسې چې د منځني ختیځ، افریقا او اسیا یو ملیون کډوال اروپا ته داخل شوي و، د نورو په نسبت‌یې ډېر شمېر دغو کډوالو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی.