مونته‌نګرو کې سلګونه معترضانو له پولیسو سره اخ‌وډب کړی

په مونته‌نګرو کې سلګونه معترضان

په مونته‌نګرو کې په سلګونه معترضانو پرون د بلوا ضد پولیسو سره اخ‌وډب وکړ.

دغه نښتې یوه ورځ مخکې له دې وشوې چې د مونته‌نګرو لپاره د صربیا د ارتودوکس کلیسا نوی پادري د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پېژندل کېږي. معترضانو ویلي چې دا مونته‌نګرو ده، نه صربیا.

معترضانو ویل چې د مونته‌نګرو په ستینیه ښار کې د صربیا د ارتودوکس کلیسا د نوي پادري لپاره د پېژندلو مراسم د هغې مبارزې سپکاوی دی چې دا سیمه‌یې د ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ لپاره له څو پېړیو راهیسې مخ ته وړي.

مونته‌نګرو په ۲۰۰۶ کال له صربیا د خپلواکۍ اعلان کړی دی.