امریکايي وزیران د افغانانو په اړه د مننې لپاره خلیج هېوادونو ته ځي

انتوني بلېنکن او لوېډ اسټن

د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو او دفاع وزیران د خلیج هېوادونو ته ځي څو له افغانستانه د بهرنیو وګړو او افغانانو د وتلو په چاره کې د مرستې په خاطر له دې هېوادنو څخه مننه وکړي.

انتوني بلېنکن تېر ماښام په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې په دوحه کې به له افغانانو او قطري چارواکو سره وګوري: "زه دوحې ته روان یم او هلته به له قطري مشرانو سره وګورم څو د خلکو د رااېستلو په هڅو کې د مرستې په خاطر له هغو ژوره مننه وکړم. له افغانانو، همکارانو او په کابل کې د امریکا د سفارت له کار کوونکو سره به هم ووینم چې امریکا ته له تلو مخکې اوس مهال په دوحه کې خوندي دي."

ښاغلي بلېنکن وویل چې له قطر وروسته به د جرمني رامشتاین هوايي اډې ته ولاړ شي او له افغانانو سره به وګوري او بیا به د هغو څه باندې ۲۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره په انلاین غونډه کې ګډون وکړي چې له افغانستانه د زرګونه کسانو د راایستلو او ځای پرځای کولو په عملیاتو کې ښکېل دي.

د راپورونو له مخې د امریکا دفاع وزیر هم پلان لري چې راتلونکې اوونۍ د خلیج هېوادونو ته سفر وکړي.

پنټاګون پرون په یوه بیان کې وویل چې لوېد اسټن به سعودي عربستان، قطر، بحرین او کوېټ ته د سفر پر مهال له افغانستانه د خلکو د اېستلو په عملیاتو کې د مرستې په خاطر د دې هېوادو مننه وکړي.