د پاکستان د استخباراتو مشر په یوه ناڅاپي سفر کابل ته رسېدلی

د پاکستان د پوځي استخباراتو مشر

د پاکستان د پوځي استخباراتو مشر په یوه ناڅاپي سفر کابل ته رسېدلی دی.

د ازادي راډیو د مشال څانګې خبریال چې په کابل کې د پاکستاني پلاوي په لنډه خبري غونډه کې حاضر و وايي، د پاکستاني پلاوي مشري د پوځي استخباراتي ادارې ای اېس ای مشر جنرال فیض حمید کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد طالبانو کابل ته د پاکستاني پلاوي د رسېدو خبر تایید کړی خو نه وايي چې په پلاوي کې څوک شامل دي.

ښاغلي مجاهد له ازادي راډیو سره په خبرو کې یوازې دومره وویل: "کابل ته د پاکستان یو پلاوی راغلی او غوښتنه هم د هغو وه چې غواړي کابل ته راشي. نو غوښتنه یې ومنل شوه. دوی کابل ته را رسېدلي. غونډې یې تر اوسه نه دي پیل شوي. وروسته به معلومه شي چې پر کومو مسایلو خبرې کېږي؟"

د افغانستان د مخکیني حکومت چارواکو د سقوط تر وخته ادعا کوله چې د طالبانو مرکزونه په پاکستان کې دي او ویل یې چې ای اېس ای د دې ډلې ملاتړ کوي، خو پاکستان دا تورونه تل رد کړي دي.