طالبانو کابل کې پر ځینو معترضو ښځو اوښکې بهوونکي ګاز وکاراوه

یو شمېر اعتراض کوونکې مېرمنې

طالبانو نن شنبې په کابل کې د یو شمېر معترضو ښځو د تیت و پرک کولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار واخیست.

معترضو مېرمنو نن د دوهمې ورځې لپاره د پلازمېنې کابل په مرکزي برخه کې ارګ ته نژدې، لاریون وکړ او د انډول حقونو غوښتنه یې وکړه.

پر بنرونو په شعارونو کې یو دا ښکارېده چې موږ د نویمو کلونو ښځې نه یو.

د راپورونو له مخې د طالبانو له خوا د اوښکې بهوونکي ګاز د کارولو په پایله کې یوه مېرمن ټپي شوې ده.

پر ټولنیزو شبکو په یوه خپاره خپرو شوي تصویر کې یوه ښځه په داسې حال کې لیدل کېږي چې د سر له ټپ څخه یې وینې بهېږي.

طالبانو که څه هم ویلي چې د ښځو حقونو ته د شریعت له اصولو سره سم درناوی کوي خو د دې ډلې یوه مخکښ مشر شېر محمدعباس ستانکزي تېره اوونۍ بي بي سي ته وویل، دی فکر نه کوي چې د دوی په حکومت کې به ښځې پر لوړو مقامونو وګومارل شي.