قطر: توانېدلي یو چې د کابل هوايي ډګر د الوتنو لپاره چمتو کړو

د کابل هوايي ډګر

په افغانستان کې د قطر سفیر وايي چې د دې هېواد یو تخنیکي ټیم توانېدلی د کابل نړیوال هوايي ډګر د بشري مرستو د الوتنو لپاره چمتو کړي.

الجزیرې خبري چینل د قطر د سفیر له قوله راپور ورکړی چې نوموړی وايي، د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر ځغاست لیکه د افغان چارواکو په مرسته ترمیم شوې ده.

سفیر ویلي چې د کابل له هوايي ډګره به ملکي الوتنې هم ډېر ژر پیل شي.

الجزیره د قطر د سفیر له قوله زیاتوي چې له دې هوايي ډګره لا مخکې دوه الوتنې- یوه مزار شریف او بله کندهار ته شوي دي.