د وېسټرن يونين د پيسو نړېوالې شبکې تېره ورځ اعلان وکړ چې دوی په افغانستان کې خپل فعاليت بېرته له سره پيل کړ.
د پېسو د لېږد دغه نړیوالې شبکې تېره ورځ په يوې اعلاميه کې وويل چې دوی له افغانستان سره خپل فعاليت بېرته په عادي ډول پيل کړی دی.
د دې شبکې د معلوماتو له مخې په تېرو درې اونيو کې له افغانستان سره د دې فعاليت د نه کولو له امله هغه افغانانو چې غوښتل يې د خپلې سوداګرۍ په موخه له دې شبکې پيسې ولېږدوي په ميلیونونو ډالره زيان ليدلی.
د پيسو د لېږد نړېوالې شبکې شااوخوا درې اوونۍ وړاندې هغه مهال خپل فعاليت په افغانستان کې ودراوه چې طالبانو د کابل په ګډون د افغانستان ډېری ولايتونه ونيول.