په ټول افغانستان کې د صرافيانو فعالیت بېرته پيل شو

د شهزاده سرای صرافان

په کابل کې د شهزاده سرای فعاليت نن بېرته پيل شو.

د صرافانو ټولنې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې شهزاده سرای او ورسره به په ټول افغانستان کې د صرافيانو فعالیت بېرته پيل شي.

په دې اعلاميه دغه شان ويل شوي چې شهزاده سرای د افغانستان مرکزي بانک سره په همغږۍ دغه ګام پورته کړی.

شهزاده سرای او ورسره نور ټول بانکي خدمات له تېرو درې اونيو راهيسې هغه مهال چې طالبانو کابل ونيوه په ټپه درېدلي و چې له امله یې خلکو ته ګڼې اقتصادي ستونزې پیدا شوې وې.