صالح د ځان په اړه له هېواده د وتلو راپورونه رد کړل

د افغانستان د جمهوري ریاست پخوانی مرستیال

په پنجشېر ولایت کې د مقاومت جبهې یو مشر، امر الله صالح هغه اوازې رد کړې چې ګواکې دی له افغانستانه وتلی دی.

ښاغلي صالح تېره شپه په یوه ویډیويي پیغام کې چې څو رسنیو خپور کړی وویل: "هغه راپورونه چې زه له خپل هېواد څخه وتلی یم او له افغانستانه بهر یم، د دښمن تبلیغات دي. سخت حالت دی. موږ د القاعده، تروریستانو، طالبانو او د پاکستان د ملاتړو تر تهاجم لاندې یو. خو د خپل هېواد دفاع مو کړې ده."

ښاغلي صالح تائید کړه چې د تېرو څو ورځو په جګړو کې د مقاومت جبهې وسله والو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

وسله والو طالبانو درې اوونۍ مخکې له پنجشېر ولایت پرته پر نورو ولایتونو ولکه ټېنګه کړه.