د راپورونو له مخې د امریکا په شمال ختېځو ایالاتونو کې د بې سارو ورښتونو، توپانونو او سیلابونو له کبله د تلفاتو شمېر ۴۱ کسانو ته لوړ شوی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د پنجشنبې په ورځ د ایدا نومې توپان له کبله د نیویارک، نیوجرسي، کونیټیکټ او پنسلوانیا ایالاتونو د ډېرو سیمو خلک د برښنا د پرچاوۍ، د اوبو د سطحې د لوړېدو او د لارو د بندېدو له کبله له سختو ستونزو سره لاس ګرېوان وو.
د امریکا په شمال ختېځو ایالاتونو کې توپانونه او سېلابونه د ایدا توپان دوام و چې د روانې اوونۍ په پیل کې یې په لوییزیانا ایالت کې هم ډېر ورانی وکړ.