روسیې څلور نورې رسنۍ هم پرون جمعه د بهرنیو اجنټانو په نوم ونومولې.
له دې سره د هغو خبري ادارو او ژورنالیستانو لېست نور هم اوږد شو چې منتقدان یې د روانې میاشتې په وروستیو کې د پارلماني انتخاباتو په درشل کې د خپلواکو رسنیو پر ضد د کرملین اقدامات بولي.
د روسیې د عدلیې وزارت پرون جمعه (د وږي په ۱۲ مه) اعلان وکړ چې څلور قانوني ادارې یې د هغو بهرنیو رسنیو په فهرست کې شاملې کړي چې د بهرنیو اجنټانو په توګه فعالیت کوي.
د څلور واړو رسنیو مالي ملاتړ هغو روسي ژورنالیستانو کاوه چې مخکې له دې یې هم نومونه د افرادو په توګه په دې لېست کې وو.
په دې څلورو رسنیو کې د پروژې په نوم د تحقیقاتي راپورونو جوړوونکې اداره هم شامله ده چې عملاً په تېره جولای کې وروسته له هغه غیرفعاله شوه چې د نامطلوبې ادارې نوم ورکړل شو.