د امریکا متحدو ایالاتونو د ایران د استخباراتو پر هغو څلورو فعالانو بندیزونه اعلان کړل چې د تهران د مخالفو منتقدانو د څرګندونو د مخنیوي د هڅو په ترڅ کې یې د یوې امریکايي ژورنالېستې د تښتولو هڅه کړې وه.
د امریکا د خزانې وزارت پرون جمعه (د وږې په ۱۲مه) اعلان وکړ چې په دې بندیزونو کې، په ایران کې دېره د استخباراتو چارواکی علي رضا شاهواروقي فراهاني او درې نور همکاران یې، محمود خاضعین، کیا صادقي او امید نوري شامل دي.
دې وزارت په یوه بیان کې چې پرون خپور شو ویلي چې فراهاني د استخباراتي فعالانو د هغې څلور کسیزې شبکې مشري کوي چې امریکا، بریتانیا، کاناډا او متحده عربي اماراتو کې د ایران د حکومت مخالفین نښه کوي.
د امریکا لویې څارنوالۍ په تېره جولای میاشت کې د یوه شکایت پر اساس وویل چې دا ۴ کسان په نیویارک کې د مېشتې ایراني الاصلې امریکايۍ ژورنالېستې او فعالې مسیح علي نژاد د تښتولو په هڅه تورن پېژندل شوي دي.
د شکایت له مخې دې کسانو غوښتل چې مېرمن علي نژاد په یوه چټکه کښتۍ کې وینزویلا ته وتښتوي او له هغه ځایه یې بیا ایران ته انتقال کړي.
څلور واړه کسان د انسان تښتونې لپاره د دسیسې په جوړولو، له بندیزونو په سرغړونه، په انلاین بانکي درغلۍ او د تورو پیسو په سپینولو تورن شوي دي.