افغانستان کې انساني ناورین؛ جرمني د چټکو اقداماتو غوښتنه وکړه

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ژمي له راتلو مخکې د انساني ناورین د مخنیوي لپاره د چټکو اقداماتو غوښتنه کوي.

هایکو ماس پرون جمعه (د وږي په ۱۲مه )وویل چې د مشخصو اقداماتو او همکاریو له لارې د داسې یوه ناورین مخنیوی امکان لري.

له بلې خوا د بشري حقونو د څار سازمان له افغانستان سره د مرستندویو هېوادونو او ټولنو د بېړنیو بشري مرستو غوښتنه کړې.

د هیومن رایټس واچ د اسیايي څانګې مشرې پترېشا ګاسمن دا غوښتنه پرون له ازادي راډیو سره په خبرو کې وکړه.

ګاسمن وویل: "مرستندویان باید پردې موافقه سره وکړي چې د غیرحکومتي ټولنو او د بشري مرستو او اساسي خدماتو د نورو رسوونکو موسسو ملاتړ وکړي، څو پلانونه جوړ کړي او په افغانستان کې د یوه ناورین مخه ونیسي."

همدا غوښتنه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمودقریشي هم کړې ده.

ښاغلي قریشي پرون پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې په افغانستان کې د اقتصادي بحران د مخنیوي لپاره له دې هېواد سره مرستې وکړي.