چین وایي، سفارت یې کابل کې عادي فعالیت مخته وړي

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبین

چین وایي، سفارت یې په کابل کې عادي فعالیت مخ ته وړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبین نن په پیکینګ کې په یوه خبري غونډه کې د دې خبرې ترڅنګ له طالبانو وغوښتل چې یو ټول شموله حکومت جوړ کړي: "په افغانستان کې د چین سفارت د دواړو هېوادونو ترمنځ د تعامل یوه مهمه وسیله ده او خپل عادي فعالیت مخ ته وړي. هیله من یو چې طالبان یو ټول شموله سیاسي نظام جوړ کړی، داخلي او خارجي معتدلې پالیسۍ پرمخ ونیسي."

تر دې یوه ورځ مخکې طالبانو ویلي و چې چین به خپل ډپلوماتیک روابط له افغانستان سره وساتي او نوی حکومت به له پیکینګه مرستې ترلاسه کړي.