نیوزیلنډ کې هغه کس وژل شوی چې څو کسان یې ټپیان کړي وو

ارشیف

د نیوزیلنډ پولیس وایي، هغه سړی یې په ډزو وژلی چې د خرڅلاو یوه مارکیټ ته ننوتی او څو تنه یې د چړې په ګوزارونو ټپیان کړي دي.

دا پېښه نن له غرمې وروسته اوکلانډ ښار ته څېرمه په نیولین سیمه کې رامنځته شوې ده.

د دې پېښې شپږ ټپیان نژدې روغتون ته لېږدول شوي دي.

د نیوزیلنډ صدراعظمې جسیندا اردیرن دا یوه تروریستي حمله بللې ده.

نوموړي په یوه خبري غونډه کې دا د نیوزیلاند پر بې ګناه وګړو د یوه سخت دریځي له خوا تروریستي برید وباله او حمله کوونکی یې د سریلانکا یو تبعه وښود چې د هغې په وینا لس کاله په دې هېواد کې اوسېده او پنځه کاله تر تعقیب لاندې و.

د نیوزیلانډ صدراعظمې دغه راز وویل چې دغه کس چې له اسلامي دولت سخت دریځې ډلې یې الهام اخیستی و، پر خلکو د چړې د ګوزارونو له پیلېدو وروسته په یوه دقیقه کې ووژل شو.