راپورونه: ملا عبدالغني برادر به د طالبانو د راتلونکي حکومت مشر وي

ملا عبدالغني برادر

د راپورونو له مخې د طالبانو مرستیال او د دې ډلې یو بنسټ ایښودونکی ملا عبدالغني برادر به د طالبانو د راتلونکي حکومت مشر وي.

رویټرز خبري اژانس د درېیو سرچینو له قوله چې هغه پټې ساتل شوي، دا خبره کړې ده.

دغو سرچینو ویلي چې ملا محمد یعقوب به چې د طالبانو د بنسټ ایښودونکي مشر، ملا محمد عمرزوی دی او د طالبانو د قطرد دفتر مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی په لوړو پوستونو وګومارل شي.

د طالبانو یوه چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي چې جګپوړي مشران کابل ته رسېدلي او د نوي حکومت د اعلانولو وروستۍ مرحلې ته تیاری نیسي.

یوې بلې سرچینې بیا دې اژانس ته ویلي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده پر اسلامي چارو او د اسلام په رڼا کې د حکومت پر چارو څارنه کوي.

د طالبانو یوه ویاند فرانس پرېس اژانس ته ویلي چې نوی حکومت به ترسبا شنبې مخکې اعلان نه شي.

طالبانو چې د اګسټ له پنځلسمې کابل نیولی، د وزارتونو او ادارو لپاره یې سرپرستان په دندو ګومارلي.

د راپورونو له مخې ملا عبدالغني برادر چې په ۲۰۱۰ کال په کراچۍ کې نیول شوی و، په پاکستان کې اته کاله بندي و او د امریکا په غوښتنه له زندانه خوشې شو.

نوموړي له امریکایي لوري سره په هغو خبرو کې مهمه ونډله درلوده چې په نتیجه کې یې د طالبانو او امریکا ترمنځ د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ د ۲۹م تړون وشو.

هغه تړون چې هدف یې په افغانستان کې د امریکا د شل کلنې جګړې پای ته رسول و.