د افغانستان کنګل شوې شتمني؛ امریکا: لا پلان نه لرو چې ازادې یې کړو

ارشیف

د امریکا د متحدو ایالاتونو د خزانې وزارت وایي، متحده ایالات په پام کې نه لري چې د افغانستان هغه د سرو زرو، پانګې او د بهرنیو اسعارو د میلیارډونو ډالرو شتمني ازاده کړي چې د طالبانو له خوا د کابل له نیولو راهیسې یې کنګل کړې ده.

د بشري مرستو موسسو او نورو لورو اندېښنې څرګندې کړي چې که دغه شتمنې ژر ازاده نه شي د دې خطر شته چې د افغانستان اقتصاد سقوط وکړي.

د افغانستان د مرکزي بانک د لس میلیارډه ډالرو شتمني له هېواده بهر د امریکا په بانکونو کې کنګل شوې او طالبان د اګسټ له ۱۷مې راهیسې ورته لاسرسۍ نه لري.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې دغه شتمني پر طالبانو د لویدیځ د فشارونو راوستو چې د ښځو د حقونو او د قانون د واکمني درناوی وکړي، یوه اساسي وسیله ګڼل کېږي.

د امریکا د خزانې وزارت ویاند رویټرز ته ویلي چې پر طالبانو د لګول شوېو بندیزونو د لېرې کولو یا کمولو یا یې نړیوال مالي سیسټم ته د لاسرسي په اړه پلان نه لري.

دغه ویاند دغه راز ویلي چې متحده ایالات په افغانستان کې له هغو لورو سره چې بشري مرستې رسوي، په تماس کې دي او له امنیتي اړخه او د بشري مرستو رسولو وړتیاوو ته په پام به خپل کارته دوام ورکړي.

د مالي چارو متخصصین وايي، دا به څو میاشتې وخت ونیسي چې د دغو شتمنو په اړه پرېکړه وشي.

د امریکا خزانې وزارت روانه اوونۍ یو سند صادر کړ چې له مخې یې د امریکا حکومت او نورو شریکانو ته اجازه ورکول کیږي چې په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

دغه راز یې ویسټرن یونیون بانک ته هم اجازه ورکړه چې د پیسو د انتقال چارې بېرته پیل کړي.