د اریانا افغان هوايي شرکت خپل داخلي پروازونه بېرته پیلوي

د اریانا افغان هوايي شرکت

د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې خبر ورکړی چې د اریانا افغان هوايي شرکت له نن جمعې خپل داخلي پروازونه بېرته پیلوي.

دې ادارې او په خپله اریانا شرکت په اعلامیو کې دا یادونه کړې ده.

لومړۍ الوتنه د کابل – مزارشریف ده چې د نن جمعې لپاره پلان شوې ده.

د اریانا شرکت د الوتنو د تنظیم برخې مسوولینو ازادي راډیو ته وویل چې لومړی پرواز به نن د کابل په وخت د ماسپښين په درېیو بجو له کابل د مزارشریف په لور وي.

د کابل هوايي ډګر د طالبانو تر راتلو وروسته د ملکي او تجارتي پروازونه په مخ تړلی و او یوازې بهرنیو هېوادونو په پوځي الوتکو کې خپل خلک او افغان همکاران بهر ایستل.

د قطر او ترکیې یو تخنیکي ټیم له طالبانو سره ګډ کار کوي، څو د کابل نړیوال هوايي ډګر یو وار بیا د پروازونو جوګه وګرځوي ځکه د امریکایانو له وتلو وروسته د هوايي ډګر ډېرې برخې زیانمنې شوې وې او وسایل یې تخریب شوي وو.