د کابل له نیولو شل ورځې وروسته طالبان د خپل حکومت اعلانولو ته نژدې شوي دي، خو د نړۍ د مشرانو څرګندونو ته په کتو داسې ښکاري چې د افغانستان د رسمي حکومت په توګه د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندلو ته لا اوږد وخت پاتې دی.
د نړۍ اکثره هېوادونه غواړي انتظار وکړي چې ایا د طالبانو خبرې د هغوی د عمل مطابق دي او همدا راز د شل کاله پخوا پرتله یې دریځونه څومره نرم شوي دي؟
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون پنجشنبه وویل چې نوی حکومت به په څو ورځو کې اعلان شي، خو د طالبانو یوه چارواکي احمدالله وثیق په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي و چې په ارګ کې د نوي حکومت د مراسمو لپاره تیاری نیول کېږي.
مخکې د ځینو طالب سرچینو په قول رسنیو ویلي و چې طالبان به خپل حکومت د جمعې په ورځ اعلان کړي.
خو ذبیح الله مجاهد تېره شپه دا خبره رد کړه چې ګنې نن جمعه نوی حکومت اعلانېږي: "دا اوازه سمه ده، ژر به اعلان شي خو دا اوازه سمه نه ده چې سبا جمعه اعلانیږي."
له افغانستان سره نړیوالې مرستې تر ډېره د نوي حکومت له مشروعیت سره تړلي دي.
په اوس وخت کې چې افغانستان وچکالۍ او جګړې ځپلی اقتصاد یې ډېر کمزوری شوی دی.
پرون د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک راب په دوحه کې وویل، په لنډ راتلونکي کې به طالبان په رسمیت ونه پېژني.
په دې اړه نور: بریتانیا وایي، داسې ژر به طالبان په رسمیت و نه پېژنيخو فکر کوي چې له طالبانو سره د ډیالوړګ او تعامل ځای شته، څو د دوی ارادې وازموي او دا یقیني کړي چې طالبان خپلې ژمنې عملي کوي.
ده په عین حال کې ټینګار وکړ چې له طالبانو سره په تعامل کې د دې ډلې رسمیت پېژندنه نه شاملېږي او د طالبانو په اړه قضاوت به د هغوی د وینا او عمل پر اساس کېږي.
په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، لا وختي دی چې نړیوال د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.
په دې اړه نور: امریکا: په نړیواله کچه د طالبانو په رسمیت پېژندلو ته لا وخت شتهد متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ویکتوریا نولانډ ویلي، طالبان باید لومړی د امنیت شورا د دوشنبې د ورځې په معیارونو ځان برابر کړي.
امریکا، بریتانیا او یو شمېر نورو هېوادونو په کابل کې خپل سفارتونه په مؤقتي ډول بند کړي دي.