امام علي رحمان برهان‌الدین رباني او احمد شاه مسعود ته دولتي نښان ډالۍ کړ

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان، د افغانستان پخواني ولسمشر برهان‌الدین رباني او د هغه وخت دفاع وزیر احمد شاه مسعود ته د اسماعیل ساماني دولتي نښان ډالۍ کړی.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د تاجکستان څانګې خبریال مومن احمدي په دې اړه زیاته کړه: "د تاجکستان حکومت ویلي چې له پخواني شوروي د دې هېواد د خپلواکۍ د ګټلو د ۳۰مې کلیزې په مناسبت د تاجکستان عالي دولتي نښان د افغانستان دوو پېژندل شویو څېرو ته ورکوي ځکه هغوی د تاجکستان د جګړې پر مهال دواړه خواوې د خبرو مېز ته کېنولې."

تمه ده د تاجکستان د خپلواکۍ ورځ د سپټمبر په نهمه ولمانځل شي.

دا لا معلومه نه‌ده چې تاجکستان ولې د اسماعیل ساماني عالي دولتي نښانونه رباني او مسعود ته چې ژوندي هم نه‌دي ډالۍ کړي.

د طالبانو له‌خوا د کابل تر نیولو وړاندې د تاجکستان ولسمشر اعلان کړی و داسې یو حکومت چې په زور واک ته رسېږي په رسمیت نه‌پېژني.