طالبان او د مقاومت ډله یو بل ته د درنو تلفاتو اړولو ادعاوې کوي

په پنجشېر کې د طالبانو مخالفه ډله

د مقاومت ډله او طالبان یو بل ته د درنې مرګژوبلې د اړولو ادعاوې کوي.

د مقاومت د ډلې یوه غړي د نوم له اخیستلو پرته ازادي راډیو ته ادعا وکړه چې د دوی جنګیالیو لسګونه طالبان وژلي دي.

د فرانسې خبري اژانس هم د مقاومت له یوه قوماندان سره خبرې کړي چې ادعا یې کړې ده د دوی جنګیالیو ۵۵ طالبان وژلي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ادعا کړې چې د مقاومت دېرش غړي چې په کې د هغوی دوه قوماندانان هم شامل دي د طالبانو له خوا وژل شوي او لس پوستې یې نیول شوي.

د طالبانو ضد مقاومت بیا وايي، د طالبانو وسله والو د پنجشېر او کاپیسا په پولو کې د دربند له سیمې سره برید کړی و خو ونه توانېد پنجشېر ته ننوځي.

دا دویمه شپه ده چې دواړه ډلې سره جنګ کوي.

د طالبانو د دعوت او ارشاد د کمېسیون رییس امیرخان متقي ویلي، د پنجشېر د مسالې د هواري لپاره خبرو نتیجه نه ده ورکړې.