هرات کې اعتراض کوونکې مېرمنې وايي طالبان دې یې حقونه رعایت کړي

هرات کې یو شمېر مېرمنې

شااوخوا پنځوس ښځې د هرات سړکونو ته راوتلي او له طالبانو غواړي چې د دوی حقونه رعایت کړي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې د مظاهرې ګډونوالو ویل چې تحصیل، کار او امنیت یې حق دی.

دوی زیاته کړې چې سره متحدې دي او نه وېریږي.

د دې مظاهرې یوې ګډونوالې بصیره طاهري فرانس پرېس ته ویلي چې طالبان دې له ښځو سره مشورې وکړي او په خپله کابینه کې ځای ورکړي.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شېر محمدعباس ستانکزي تازه بي بي سي ته ویلي چې ښځې به په نوي پراخ بنسټه حکومت کې رول ولري، خو نه د وزارت په کچه.