د ژورنالستانو د خوندیتوب کمیټه: ایران دې امیر عباس ژر خوشې کړي

ژورنالیست امیر عباس ازارم وند

د ژورنالستانو د خوندیتوب کمېټه له ایراني چارواکو غواړي چې یو ژورنالیست امیر عباس ازارم وند سمدستي له قید او شرط پرته خوشې کړي.

دې کمیټې پرون چهارشنبې( د وږې په ۱۰مه) وویل چې د خبریالانو بندیانو په دې خاطر چې خپله دنده ترسره کوي د سانسور وحشتناکه بڼه ده چې باید پای ته ورسیږي.

ازارم وند دا اوونۍ په تهران کې د سیسټم پر وړاندې د پروپاګند په تور ونیول شو او ایوین زندان ته واستول شو.

هغه د ایران دولتي اقتصادي ورځپاڼې اس ام ټي لپاره کار کوي.

د راپورونو له مخې دا خبریال په ۲۰۱۸ او ۲۰۲۰ کې د هم د ژورنالیسټیک کار لپاره نیول شوی و.