بریتانیا له قطر سره د افغانستان په اړه خبرې کوي

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومینیک راب 

ټاکل شوې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک راب نن دوحې ته سفر وکړي او له خپل قطري سیال شیخ تمیم بن حمد ال ثاني سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دې ملاقات کې به د کابل هوایي ډګر د فعالیت په بیا پیلېدو او د هغو افغانانو په خوندي ایستلو خبرې وشي چې له بهرنیانو سره یې کار کړی او نه دي توانیدلي چې د تخلیې عملیاتو پرمهال ووځي.

امریکا او متحدانو یې د اګسټ له ۱۴مې د همدې میاشتې تر ۳۰مې نېټې څه باندې ۱۲۳ زره افغانان د کابل هوايي ډګر له لارې و ایستل.

بل لورته پرون خبري اژانسونو کې راغلل چې د قطر او ترکیې تخنیکي ټیمونه کابل ته رسیدلي چې هوایي ډګر بېرته فعال کړي.

د هوايي چلند چارواکو ازادي راډیو ته وویل، وروستیو ګډوډیو کې د کابل هوایي ډګر ته لسګونه میلیونه ډالره زیان رسیدلی دی.