امریکا د تاجکستان، افغانستان او ازبیکستان پر پوله تاسیسات جوړوي

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ ګډه پوله

د تاجکستان په پلازمېنه، دوشنبې کې د امریکا د متحد ایالاتونو سفارت خبر ورکوي چې نیت لري د سرحدي ګارډ تاسیسات د تاجکستان، افغانستان او ازبیکستان پر پوله جوړ کړي.

دا هغه سیمه ده چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په کې ناکرارۍ زیاتې شوي دي.

د سفارت په بیان کې چې پرون خپور شو راغلي دي چې په دې تاسیساتو کې به ګڼ شمېر سرحدي ځواکونه او د هغوی کورنۍ ځای پرځای شي.

په تاجکستان کې د امریکا د سفیر جان پومرساهیم په وینا، واشنګټن له دوه زره دوهم کال راپه دې خوا له تاجکستان سره په امنیتي برخه کې تر درې سوه میلیونه ډالر زیاته مرسته کړې ده.