طالبانو په اسټرالیا کې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د لوبې خبر تایید کړ. وروسته تر دې چې دا بنسټ پاله ډله پر کابل واکمنه شوې ده، د دوی له دې هڅې سره دا هیله پيدا شوې ده چې نړیوالې لوبې به د پخوا په څېر روانې وي.
د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایيه رییس حمید شینواري فرانس پرېس اژانس ته وویل، اسټرالیا ته یې د کرکټ د ملي لوبډلې د استولو اجازه ترلاسه کړې ده.
ټاکل شوې ده چې د نوومبر له ۲۷مې د ډیسمبر تر لومړۍ نېټې افغان لوبډله له اسټرالیا سره په هوبرټ کې ټېسټ لوبه وکړي.
ټاکل شوې وه چې دا لوبه پروسږکال وشي، خو د کرونا وبا له امله وځنډېده.
طالبانو په خپلې تیرې واکمنۍ کې ګڼې لوبې بندې کړې وې او د اعدام او سنګسار احکام یې هم په لوبغالو کې ترسره کول.