امریکا: ښايي راتلونکې کې به هوايي بریدونه له طالبانو سره همغږه کړو

د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلي

د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلي وایي، دا ممکنه ده چې متحد ایالاتونه په افغانستان کې په راتلونکي کې د ترهګرۍ پرضد هوایي بریدونه له طالبانو سره همغږه کړي.

جنرال مارک میلي پرون دوه ورځې وروسته تردې چې وروستی امریکایي پوځي له افغانستانه ووت په واشنګټن کې خبري غونډې ته وویل، کیدای شي چې د داعش او نورو ترهګرو وسله والو پر ضد له طالبانو سره هوایي بریدونه همغږه شي.

مارک میلي زیاته کړه چې تراوسه سخته ده چې د طالبانو په اړه وړاندوینه وشي او دا هم معلومه نه ده چې دا 'بې رحمه' ډله بدلېږي که نه بدلېږي.