بریتانیا: غواړو افغانستان کې ډپلوماټیک حضور ولرو

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک راب

بریتانیا غواړي په افغانستان کې ډپلوماټیک حضور ولري. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک راب د بریتانیا د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټې ته پرون دا خبره وکړه.

ده په کابل کې د بریتانیا د سفارت د بندېدو په اړه وویل: "موږ د جون په میاشت کې د بیړني تخلیې لپاره هڅې پیل کړې، بیا مو سفارت تخلیله کړاو پسې مو په بشپړډول تخلیه کړ."

ښاغلي راب زیاته کړه چې بریتانیا په افغانستان کې د دوامداره ډپلوماټیک حضور هیله لري، خو که امنیت اجازه ورکړي، خو د اوس لپاره دا ممکنه نه ده.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر دا خبرې په داسې وخت کې کړي دي چې طالبان له پنجشیر پرته پرټول افغانستان واکمن دي او په کابل کې ټول بهرني سفارتونه تړل شوي دي.