پاکستان: نړیواله ټولنه دې د ۹۰مې لسیزې په څېر افغانستان نه پریږدي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه دې د نویمې لسیزې په څېرافغانستان یوازې نه پریږدي.

شاه محمود قریشي پرون سکای نیوز ټلوېزیون ته په مرکه کې نړیوالو ته خبرداری ورکړ.

نوموړي وویل: "ممکن کورنۍ جګړه وشي. ښایي هرڅه ګډوډ شي. ښایي وضعیت بحراني شي او له دې سره هغو سازمانونو ته فضا مساعده شي چې موږ ټول له هغو ویریږو، نړیوالو تروریستي سازمانونو ته چې موږ نه غواړو د هغوی د پښوځای په افغانستان کې پیدا شي او هلته وده وکړي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې نړیواله ټولنه دې مخکې تردې چې پر طالبانو باور وکړي هغوی دې وازمایي او ودې ګوري چې دوی پر خپلو ژمنو عمل کوي او که یې نه کوي.