د افغانانو خراب اقتصادي وضعیت؛ ډېری خپل د کور توکي پلوري خو بازار نه لري

د کابل ښار یوه څنډه

‎د افغانستان وروستیو پېښو د دغه هېواد پر اقتصادي وضعیت پراخه اغیز کړی دی.‎‌‌‌‌‌‌ډېری افغانان خپل د کورونو وسایل په کمه بیه په بازارونو کې پلوري او د سوداګریزو او خوراکي توکو بیې هم لوړې شوي دي.

‎د کابل ښار ځینې اوسېدونکي وایي، د بانکونو بندوالی، د دولتي کار کوونکو د تنخواګانو نه ورکول او د وزګارتیا پرخوالی د دې لامل شوی چې خلک د خپلو کورونو وسایلو وپلوري.

‎د کابل یو اوسېدونکی عزیز احمد د خپل کور وسایل یو دوکان ته د خرڅلاو لپاره راوړي دي چې په پیسو یې خپلو وږیو ماشومانو ته نفقه برابره کړي.

‎دی د لس کسیزه کورنۍ سرپرست دی‎ وایي، په تېرو څو وروستیو اونیو کې بې کارۍ اړ کړی چې د کور غالۍ او نور وسایل د پلور لپاره دغه بازار ته راوړي: "زه د خپلې لس کسیزې کورنۍ سرپرستي کړم او خپله اشپز هم یم، خو په دې ورځو کې کار نشته او اړ شوم چې د کور وسایل د خرڅلاو لپاره دغه بازار ته راوړم."

‎خو عزیز احمد بریالی نه شو چې د خپل کور وسایل د خپلې بیې په نیمایي هم وپلوري، ځکه چې د زړو وسایلو اخیستونکي یې ترې په ټيټه بیه غواړي.

‎دی که څه هم په کابل کې د امنیت د ټینګښت لپاره خوښ دی، خو له طالبانو غواړي چې د خلکو د ژوند د ښه والي او د کار لپاره دې زمینه برابره کړي.

‎له دې سره د دویم لاس توکو پلورونکي وایي، په دې وروستیو کې ‌‌‌‌‌‌ډېری خلک د خپلو کورنو د وسایلو د پلورلو لپاره دوی ته ورځي.

‎د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند سیمه کې د زړو توکو پلورنکي نعمت الله ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "په دې وروستیو کې د زړو توکو د پلورلو هټۍ زیاتې شوي، خلک له ناچارۍ او مجبوریته د خپلو کورونو توکي پلوري‌، څوک له هېواده د وتلو په فکر کې دي، څوک پیسو ته اړتیا لري خو مخکې بد مثال په توګه کوم جنس په لس افغانیو و اوس په نیمایي بیه پلورل کېږي."

‎یوازې د کورونو توکي نه بلکې په دې وروستیو کې کورونه او موټر هم په ټیټه بیه پلورل کېږي.

د بانکونو تړل کېدل، د ښوونکو او نورو دولتي او غیر دولتي کار کوونکو د تنخواګانو نه ورکول د کابل ښار اوسېدونکو ستونزې یې لا زیاتې کړي دي.

‎جان اقا هوتک د معاملاتو له رهنماوو څخه دی چې له څو کلونو راپه دېخوا د کورونو او موټرانو د پلور او پېر کار کوي.

‎دی وایي: "دوه ورځې مخکې یو څوک راغلل او غوښتل چې خپل کور ګرو کړي، کور یې ‌‌‌‌‌‌ډېر ښکلی او لوړه بیه باندې وه چې مخکې به دا شان کورونه تر پنځلس زره ‌‌‌‌‌‌ډالرو باندې ګرو کېدل، خو وایي چې اوس یې څوک په پنځو زرو ‌‌‌‌‌‌ډالرو هم نه ګرو کوي ویې ویل چې کار یې خلاص کړه چې زه له هېواده بهر ځم."

‎دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې سوداګریزو توکو په ځانګړي توګه د لومړنیو خوراکي توکو بیې څه چنده لوړې شوي دي.

‎بل خوا بیا د بانکونو تړل کېدل، د ښوونکو او نورو دولتي او غیر دولتي کار کوونکو د تنخواګانو نه ورکول د کابل ښار اوسېدونکو ستونزې یې لا زیاتې کړي دي.

‎د حکومت کار کوونکو او ښوونکو تر اوسه څو ځلي د خپلو تنخواګانو د ورکړې غوښتنه کړې ده او ځینې نور بیا په خپلو سیمو کې د بانکونو د پرانیستلو غوښتونکي شوي دي.

‎خو طالب چارواکو تل خلکو ته ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړی چې اوس په هېواد کې امن ټینګ شوی او هڅه کوي چې د راتلونکي حکومت په جوړېدو ټولو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي او خلکو ته د سوله ییز ژوند زمینه برابره کړي.