راپورونه: د پنجشېر د درې په خوله کې سخته جګړه دریدلې ده

په پنجشېر کې د طالبانو ضد جبهه

راپورونه وايي، د پنجشېر د درې په خوله کې د طالبانو او د هغو د مخالفو مقاومت کوونکو ترمنځ سخته جګړه دریدلې ده.

په ګلبهار او د جبل السراج په غرنو کې نن سهار لس نیمې بجې جګړه پیل شوه چې تر مازیګر پورې یې دوام درلود.

تراوسه پورې د جګړې له کبله دوو خواوو ته د احتمالي مرګ ژوبلو په اړه جزئیات نه دي ترلاسه شوي.

له دې سره د طالبانو د دعوت او ارشاد کمېسیون مشر امیرخان متقي رسنیو ته په لېږل شوي غږیز پیغام کې وایي چې د پنجشېر په اړه خبرو پایله ور نه کړه.

متقي په خپل پیغام کې د پنجشېر خلکو ته ویلي، هغه خلک چې جګړه کوي یا ورته قناعت ورکړئ یا ورته ځواب ورکړئ.

د مقاومت جبهې که څه هم د ښاغلي متقي ددې غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي، خو د مخکیني دولت د جمهور ریس لومړي مرستیال امرالله صالح چې ځان یې د هیواد سرپرست ولسمشر اعلان کړی او دا مهال پنجشیر کې د طالبانو پر ضد د مقاومت له مشرانو دی، پر خپل فیسبوک یې طالبانو ته د ځواب تر سرلیک لاندې لیکلي: " زموږ مقاومت د افغانستان د ټولو وګړو لپاره دی، دا مقاومت په پنجشیر کې مستقر دی خو د پنجشیر لپاره نه دی. "