خوست کې یو طالب مسول: ځوانان دې له هېواده بهر نه ځي

خوست کې غونډه

د خوست مدني فعالانو، روڼ اندو او طالب چارواکو له ځوانانو وغوښتل چې له هېواده دې نه وځي او د افغانستان په ابادۍ کې دې برخه واخلي.

د خوست لپاره طالب مسؤل محمد نبي عمري وایي، د هېواد د نظام برابرول د ټولو خلکو ګډ مسوولیت دی او یوازې یوه ډله یې په یوازې ځان نظام نه شي سمبالولی.

نوموړی وایي: " دا ځوانان باید زموږ حمایت وکړي، دوی باید خپل استعداد په کار باندې واچوي، د دې ځوانانو ويښولو ته ضرورت نشته، وېښ دي، فقط دې په کار باندې شروع وکړي، که ټول امارت په یو وزارت کې ځای کړو زما فکر دا دی فکر نه کوم هغه وزارت موږ ډک کړو، دغو سپین ږیرو او ځوانانو ته ضرورت دی، یا هغه خویندې چې په کورونو کې ناستې دي او ځانونه ورته مایوس ښکاري چې زموږ د تعلیم سلسله ودرېده، هېڅ کله داسې نه ده، خدای دې نه کوي، هر ملا او بل هېوادوال غواړي چې خور او لور يې په پرده کې تعلیم حاصل کړي. "

همدا راز خوست کې مدني فعالان وایي، که په دې هېواد کې یوه سالمه اداره او رهبرۍ رامنځته شي، نو افغانستان د خپلو طبیعي زېرمو پر مټ هم پر ځان بسیا کیدلی شي.

په ټوله کې امریکا او یو شمېر هېوادونو وروسته له هغه له افغانستانه د خپلو خلکو او افغان همکارانو د اېستلو چټک بهېر پيل کړ چې داګسټ په ۱۵مه کابل د طالبانو لاس ته ولوېد.

امریکا او متحدینو یې له ۱۲۳۰۰۰ زیات افغانان چې په وروستیو شلو کلونو کې يې د نړیوالو ځواکونو سره نږدې دندې ترسره کړې وې او اوس مهال يې ځانونه په خطر کې لیدل ، د دوی له کورنیو سره په شااوخوا دوو اونیو کې له افغانستانه واېستل.