بریتانیا طالبانو سره د خپلو وګړو او افغان همکارانو په اړه غږیږي

بورېس جانسن ځانګړی

د بریتانیا حکومت له طالبانو سره له افغانستانه د بریتانوي وګړو او هغو افغانانو د وتلو په اړه مستقیمې خبرې پیل کړي چې هلته یې ژوند په خطر کې دی.

د بریتانیا د حکومت ویاند پرون سې شنبه (د وږي ۹مه) په یوه بیان کې وویل، د افغانستان لپاره د صدراعظم بورېس جانسن ځانګړی استازي سایمن ګاس دوحې ته تللی چې هلته د طالبانو له استازو سره په دې اړه خبرې وکړي.

په بیان کې یادونه شوې چې ښاغلي ګاس د طالبانو له استازو سره په روانو خبرو کې د بریتانیا د اتباعو او هغو افغانانو د خوندي وتلو پر اهمیت ټینګار کړی چې په تېرو شلو کلونو کې یې له بریتانوي ځواکونو سره کار کړی.

د امریکا او د امریکا د متحدو هېوادونو پوځي ځواکونه له دوو لسیزو وروسته پرون د اګسټ په ۳۱مه له افغانستانه ووتل.