د طالبانو ضد مقاومت جبهه: د پنجشېر پر دروازه د طالبانو برید په شا وتمبول شو

د طالبانو پر ضد په پنجشېر کې د مقاومت جبهه

د طالبانو پر ضد په پنجشېر کې د مقاومت جبهه وايي بېګاه‌یې د طالبانو برید په شا تمبولی.

د دې ډلې یوه غړي فهیم دشتي رسنیو ته په یوه پیغام کې ویلي د دوی او طالبانو ترمنځ په جګړه کې لږ تر لږه اته طالبان وژل شوي.

ښاغلی دشتي وايي: "تېره شپه د پنجشېر د دروازې لوېدیځ خوا ته طالبانو یو برید وکړ. ښایي غوښتل‌یې په پنجشېر د برید لپاره خپل بخت وازمويي. د خدای په فضل بخت ورسره مل نه‌و. اووه-اته کسان‌یې ووژل شول. څو کسان‌یې ټپيان شول. د مقاومت دوه کسان هم ټپيان شوي. وطنوال دې تشویش نه‌لري."

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا ازادي راډيو ته وویل چې د دوی دوه ملګري برسېرن ټپيان دي، خو د مقابل لوري څلور وسله‌وال وژل شوي او دوه پوستې یې د طالبانو لاس ته لوېدلي.

د مقاومت د جبهې مشرانو له هغې ډلې مرستیال ولسمشر امرالله صالح او احمد مسعود ویلي چې طالبانو ته نه‌تسلیمېږي.