خلیلزاد: امریکایي سرتېرو په لوړ سر افغانستان کې خدمت وکړ

زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد وایي، د دوی زړورو سرتېرو افغانستان کې په لوړ سر او قربانۍ خدمت وکړ.

خلیلزاد په یو لړ ټویټونو کې ویلي چې د دوی جګړه افغانستان کې پای ته رسېدلې ده.

ده ویلي، اوس طالبان له ازمېښت سره مخامخ دي.

خلیلزاد پوښتنه کړې چې ایا طالبان به وتوانیږي چې خپل هېواد خوندي او داسې ډاډمنې راتلونکې ته بوځي چې هلته ټول خلک ښځې او نارینه وتوانیږي خپلې وړتیاوې په کار واچوي؟

طالبانو له دې وړاندې ډاډ ورکړی چې د یوه ټول شموله دولت د جوړو په لټه کې دي.