د امریکا تر ټولو اوږده جګړه؛ افغانستان کې د امریکا حضور پای وموند

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کېنټ فرانک مککنزي

امریکا په افغانستان کې خپل نږدې شل کلن حضور چې د دې هېواد تر ټولو اوږده جګړه یادیږي پای ته ورساوه.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کېنټ فرانک مککنزي د اګسټ په دېرشمه مازېګر مهال د دې ماموریت د پای ته رسېدو اعلان وکړ.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد او د دې ډلې ګڼو نورو چارواکو هم د امریکايي ځواکونو د وروستۍ الوتکې د وتلو اعلان وکړ او د مبارکۍ پیغامونه یې خپاره کړل.

مجاهد په خپل ټوېټر ولیکل چې د شپې په دولسو بجو وروستي امریکایي عسکر د کابل له هوايي ډګر ووتل.

امریکا او ایتلاف له ۱۲۳۰۰۰ زیات کسان په شااوخوا دوو اونیو کې له افغانستانه وایستل.