د کندهار اوسیدونکي د خوراکي او غیر خوراکي توکو له لوړو بیو سرټکوي

ارشیف، د خوراکي توکو یو پلورنځی

د کندهار اوسیدونکي د خوراکي او غیرخوراکي توکو د بیو له بې حده ډېرېدو شکایت کوي.

د کندهار د اوسیدونکو له ډلې ځینو ازادي راډیو ته وویل چې څو میاشتنیو جګړو او سیاسي تحولاتو خلک سخت وځپل او اوس چې د توقع خلاف بیې لوړې شوي، دوی یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

له دې ډلې د کندهار اوسیدونکی ثناالله وایي: "موږ د يو جنګ د حالته راوتلي يو اوس، خو بیا هم خوراکي توکې غوړې، بوره همدارنګه اوړه تر څنګ یې نور شيان ډېر ګران شوي دي."

د راپورونو له مخې په کندهار کې دم ګړۍ د اوړو، غوړیو، بورې او نورو خوراکي او غیر خوراکي موادو بیې نږدې دوه برابره لوړې شوي.