د روغتیا نړیوال سازمان په تجهیزاتو بار یوه پاکستانۍ الوتکه نن دوشنبه د مزار شریف په هوايي ډګر کې پر ځمکه کېناسته.
دا پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته لومړی ځل دی چې په بشري مرستو بار الوتکه په افغانستان کې ښکته کېږي. د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي چې دا له درېیو پلان شویو الوتنو څخه لومړۍ وه.
د دې تجهیزاتو وزن ۱۲،۵ مټریک ټنه دی چې نن له دوبۍ څخه بار شول او د «PIA» په الوتکه کې سیده مزار شریف ته ورسېدل.
په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان نن له مرستندویو ټولنو سره په همغږۍ کې افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو په هدف د دې هوايي دهلېز د جوړېدو اعلان وکړ.